Faculty Of Computer Science Wardak University
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Faculty Of Computer Science Wardak University, Digital creator, Wardak, Wardak.
23/08/2026
تدارکاتي اعلان!
09/06/2026
د علمي همکاریو او ټولنیز مسئولیت د هوکړه لیک پر بنسټ، د وردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکه انجینري څانګې علمي کادر غړي د چک کثیرالرشتوي انستیتوت د شبکه انجینري څانګې د علمي کادر غړو او زده کړیالانو د مسلکي ظرفیت د لوړونې په موخه د «برېښنایي حکومتولۍ (E-Governance)» تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې کړ.
په یاد سمینار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د شبکه انجینري څانګې علمي کادر غړي، نوماند پوهنیار محمد خالد همدرد صاحب، د موضوع اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته یې د برېښنایي حکومتولۍ مفاهیم، ارزښت او عملي تطبیقات په روښانه او علمي بڼه تشریح کړل.
په دغه علمي پروګرام کې د چک کثیرالرشتوي انستیتوت علمي کادر غړو او زده کړیالانو په پراخه کچه ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپله ځانګړې لېوالتیا څرګنده کړه.
د دې ډول علمي سمینارونو جوړول د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا، د زده کړو د کیفیت د لوړوالي، د علمي او مسلکي ظرفیتونو د ودې، د تجربو د شریکولو او د عملي زده کړو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي.
وردګ پوهنتون د علمي همکاریو د پراختیا او د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه.
07/05/2026
د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د راتلونکي کانکور لپاره په لاندې څانګو کې زدکړیالان جذبوي
21/04/2026
د کمپیوټر ساینس پوهنځي معلوماتي سیستمونو څانګې لرلید، ماموریت او موخې.
21/04/2026
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د انجینري شبکې څانګې لرلید، ماموریت او موخې.
05/03/2026
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د پسرلني سمستر مهالویش
05/03/2026
خبرتيا!!
درنو زدکړیالانو!
د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس ټاکل شوې، چې د ١٤٠٥ کال د پوهنتونونو د پسرلني سميستر درسي بهير د ١٤٠٤ ه ش کال د حوت د مياشتې په ١٦ مه چې د روژې مبارکې له ١٨ نېټې سره برابره ده، پيل شي؛ نو په همدې اساس د وردګ پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي له ټولو محترمو زدکړیالانو څخه په خورا درنښت هیله کیږي تر څو خپلو درسونو ته پر خپل وخت حاضر شي.
په درنښت
وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي
د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه.
17/11/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
وردګ پوهنتون کې د "نظارتي سیستمونو نړۍ (CCTV Camera)" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
د وردګ پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې په غوښتنه د هدف برتر اکاډمۍ په همکارۍ، د "نظارتي سیستمونو نړۍ (CCTV Camera)" تر عنوان لاندې یو ارزښتناک او مسلکي علمي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د هدف برتر اکاډمۍ د تجربهلروونکو او مسلکي استادانو لهخوا وړاندې شو، چې پکې د کمپیوټر ساینس، او نورو پوهنځیو محصلینو، استادانو او د ټکنالوژۍ مینهوالو پراخ ګډون کړی و.
په دغه علمي غونډه کې لاندې مهم او عملي موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول:
- د کابل ښار د CCTV نظارتي سیستمونو کاري بازار پېژندنه؛
- د امنیتي کامرو او ثبت سیستمونو ډولونه؛
- د CCTV نصب، تنظیم او مدیریت اړوند تخنیکي مهارتونه؛
- په افغانستان کې د دې برخې د متخصصینو لپاره کاري فرصتونه او راتلونکی.
ویناوالو د نني عصر د نظارتي ټکنالوژۍ پر اهمیت، بازار کې د دې برخې پر تقاضا او د محصلینو د مسلکي ودې پر لارو چارو هر اړخیز بحث وکړ، او ګډونوالو ته یې ارزښتناکه معلومات وړاندې کړل.
عامه پوهاوی، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
17/11/2025
خبرتیا
قدرمنو زدکړیالانو!
دوردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی ټولو زدکړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال د خزاني سمستر نهایي ازموینې د لاندې مهالویش سره سم ترسره کېږي.
د ازموینو پیل نېټه: ۱۴۰۴/٩/٢ هـ ل (یک شنبه)
د ازموینو پای نېټه: ۱۴۰۴/٩/٢٧ هـ ل(پنج شنبه)
هیله کېږي چې ټول زدکړیالان د ازموینو د غوره تنظیم، شفافیت، او نظم د تأمین په موخه، لاندې مواردو ته جدي پام وکړي:
۱. زدکړیالان مکلف دي چې د ازموینې د مهالوېش مطابق، پر ټاکلي وخت ازموینې ته حاضر شي.
۲. د زدکړیال هویت کارت باید له ځان سره ولرئ؛ له هویت کارت پرته د ازموینې خونه ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
۳. د کتاب، چپټر، یاداښتونو یا د ازموينې اړوند موادو راوړل په ازموینه کې منع دي.
۴. د موبایل تلیفون، په ځانګړي ډول روښانه یا فعال موبایل، له ځان سره راوړل نقل ګڼل کېږي، او د مقرراتو خلاف عمل به وبلل شي.
یادونه: د ازموینې پر مهال د پوهنتون د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د هر زدکړیال علمي او اخلاقي مسؤلیت دی.
په درنښت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه
16/11/2025
د ځوان نسل فکري روزنې تر سرليک لاندې اخیستل شوې ازموینې پایلې!
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Wardak